افغان کډوال: کله چې بېړۍ ډوبېده یوازې مور او پلار راته سترګو، سترګو ته درېدل

دوه تنو هغو افغان پناه غوښتونکو چې په مانش کانال کې له ‌‌‌‌‌‌ډوبېدو وروسته ژغورل شوي، د خپلو سترګو لیدلی حال یې بیان کړی دی. یو تن یې وویل له بېړۍ له ‌‌‌‌‌‌ډوبېدو وروسته یې یوازې د مرګ په اړه فکر کاوه خو د کورنۍ لپاره یې د ځان ژغورنې هڅه وکړه.

په مانش کانال کې د هغې بېړۍ د ‌‌‌‌‌‌ډوبېدو له امله چې د شنبې په ورځ ‌‌‌‌‌‌ډوبه شوه، شپږ تنه افغان کډوال په کې مړه شوي وو. فرانسوي ژغورن ‌‌‌‌‌‌ډلې ۶۰ نور کډوال ژغورلي ول، راپورونه وایي چې په بېړۍ کې د سپرو کسانو زیات شمېر یې افغانان وو.

رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۶ مه)، له پېښې څلور ورځې وروسته د ادریس او فواد سره خبرې کړې چې د دواړو عمرونه پنځلس کاله دي.

ادریس چې د یو ژباړن په مرسته یې خبرې کولې د خپل مرګ د ۹۹ سلنې په اړه غږېږي، هغه وایي لومړی د بېړۍ ماشین له کاره ولوید، وروسته بیا بېړۍ ته اوبه ننوتې.

د هغه په وینا، «کله چې بېړۍ ‌‌‌‌‌‌ډوبه شوه، خلکو چېغې وهلې، ‌‌‌‌‌‌ډېرې سختې شېبې وې. شپږ تنه یو په بل پسې مړه شول.»

دغه تنکي افغان زلمي وویل، هغه مهال یې یوازې د خپلې مور او پلار په اړه فکر کاوه، ځکه هغه د دې لپاره دغه سفر ته ملا تړلې وه، چې وتوانیږي له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي، همدغې خبرې هغه ته ځواک ورباښه چې په خپلو پښو ودرېږي.

ادریس وویل: «ما ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د لامبو وهلو ځواک له لاسه ورکاوه؛ خو په سختۍ سره مې هڅه کوله چې لامبو وهلو ته دوام ورکړم. ما د مور، پلار، خویندو او وروڼو لپاره لامبو وهله، ځکه کورنۍ مې پرطښې وه چې زه ورسره مرسته وکړم.»

ادریس وویل د بېړۍ له ‌‌‌‌‌‌ډوبېدو وروسته، کډوال به د کښتۍ پر هغو تمبو کېناستل او یا به یې پر همدغو تمبو ځانونه کلک نښلولي ول. د هغه په خبره ځينو کسانو د همدغو تمبو ځاونه ټينګ کړي، چې لږ څه دمه وکړي.

د برېټانیا او فرانسې تر منځ د مانش کانال په نړۍ کې تر ټولو کانالونو زیاته ګڼه ګوڼه لري، د اوبو زیاتوالی د دې لامل شوی چې دغه کانال د هغو کوچنیو بېړیو لپاره چې کډوال له فرانسې برېټانیا ته لېږدوي په یو ګواښوونکي کانال بدل شي.

‏‎په مانش کانال کې د قاچاق کوونکو له خوا په زړو او پخوانیو بېړیو کې تر حد زیات بار بارول او د اوبو د څپو څپانده څپې د کډوالو د ډوبېدو اصلي لاملونه دي.
ادریس ته په یادېږي، چې په بېړیو کې ډېر کډال سپاره وو او هغو څپو چې بېړۍ ته ټکان ورکاوه، ډېرې غښتلې وې.
‏‎بو بل تنکي ځوان فواد وویل، کله چې بېړۍ ماته شوه، هوا تیاره وه او نه یې شو کړای چې کوم څه وویني. هغه وایي:« موږ ډېر وېرېدلي وو.»

‏‎په فرانسه کې د پنج شنبې په ورځ یو فرانسوي قضایي غړي رویټرز ته وویل، دوه عراقیان او دوه سوډانیان چې د کډوالو په قاچاق تورن وو، د شپږو کډوالو د مړینې له کبله تر رسمي څېړنې لاندې دي.
ادریس یو کال وړاندې افغانستان پرېښود.
هغه اته میاشتې په فرانسه کې په تمه وو، چې برېټانیا ته ولاړ شي.

دغه افغان کډوال له دې چې اوس ژوندی پاتې دی ډېر خوشحال دی او وایي:« نور به برېټانیا ته د تلو هڅه ونه کړم.»
ادریس دې پایلې ته رسېدلی، چې« که څوک غواړي د پناه غوښتنې وړاندیز وکړي، نو ښه به دا وي چې فرانسه کې دا کار وکړي»، ځکه چې د هغه په وینا« برېټانیا ته تګ ډېر ګواښونکی دی.»
فواد چې سپینې جامې یې پر تن دي وایي، د بېړۍ له ډوبېدو وروسته یې لومړی لامبو ووهله، خو لږ وروسته بیا بې هوښه شوی و.
هغه وایي، نه پوهېږي څه ورته پېښ شوي وو او څنګه وژغورل شو؟
په همدې حال کې دغه تنکی ځوان چې دوه میاشتې په فرانسه کې وو او ډېر وخت په سړکونو وېده شوی و، د دغې پوښتنې په ځواب کې چې له دې وروسته به څه وکړي؟ وویل، چې بیاځلي به د مانش کانال څخه د تېرېدو هڅه وکړي؟

خو هغه لږ وروسته په شکمنه ژبه وویل:«نه پوهېږم چې فرانسه کې پاتې شم او که برېټانیا ته ولاړ شم. نه پوهېږم.»