په جرمني کې د پښتو زدکړې کورس؛ څوک دا ژبه زده کوي؟
د کورس جوړوونکي وایي، دې کورس کې هغه اروپايي پېغلې چې افغان کورنیو کې واده شوې، هغه اروپایي مېرمنې او ځوانان چې د افغانستان خلکو ته یې بشري مرستې برابرولې او هغه افغان ماشومان او ځوانان چې اروپا کې زېږېدلي، خو پښتو نه شي غږېدای، ګډون کوي.
ګل رحیم ساپی، لېمه ساپۍ، نرګس مومند او سعید شینواری هغه کسان دي، چې شپږ میاشتې وړاندې یې د پښتو ژبې یو انلاین وړیا ښوونیز کورس پیل کړ.
د دغه انلاین کورس یوازې دېرش زدکوونکي اروپایان دي.
کردۍ جرمن مېشته هانډي د پښتو ژبې د دغه کورس یوه ګډونواله ده، هغې له یو پښتون هلک سره واده کړی او غواړي چې د خپل نامزاد له کورنۍ سره د عاطفي اړیکو د پیاوړتیا لپاره پښتو زده کړي.
هغه په خوږه لهجه وایي:« پښتو ژبه زده کوم، ځکه چې په زړه پورې ده.»
د دغه کورس بل ګډونوال سېن په پښتو ژبه وایي:« زه په برلین کې ژوند کوم. زما پښتو ډېره خوښېږي او ډېر پښتانه پېژنم خو تراوسه افغانستان ته نه یم تللی.»
د دغه انلاین کورس جوړوونکي وايي، چې دغه کورس یې له درسي یا ښوونیزو موادو پرته پېل کړی.
د دغه کورس یو تن استاد سعید شینواری وایي چې:« په دغو څلورو، پنځو میاشتو کې زدکوونکو کافي ډېره پښتو زده کړې ده، او خپلې لومړنۍ ستونزې حلولی شي.»
هغه زیاتوي، چې دا کار یې د کومې مادي موخې لپاره نه بلکې د افغانانو په ژبه د پوهېدو لپاره پیل کړی دی چې پکې ناپښتنې ناوې د ناوېتوب او نوي کور کې د عاطفي اړیکو د لا پیاوړتیا او ځینې بهر مېشتي پښتانه په خپل وطن کې له خپلوانو سره د غږېدو لپاره پښتو زده کوي.
د دوی په وینا، اوس هم لسګونه نورو کسانو دغه انلاین کورس ته نوملیکنه کړې.
د دې کورس یو نوی صنف تېره ورځ د راتلونکو پنځو میاشتو لپاره پیل شو، چې لږ تر لږه دېرشو کسانو پکې ګډون کړی دی.