شاه محمود میاخېل: افغانستان د پاکستان په هر اړخیز ښکېلاک کې ګېر دی

د افغانستان د ملي دفاع پخوانی سرپرست او د جمهوري غوښتونکي خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل وايي، چې د اګست پنځلسمه نېټه د افغانستان د خلکو لپاره یوه توره ورځ ده.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې نړۍوالې دسیسې په اساس ونړول شو او پر ځای یې طالبان واکمنان شول.

هغه زیاتوي: “افغانستان له خپلو ټولو قانونمندو ارزښتونو سره- سره د یوې نړۍوالې او سیمه ییزې پراخې، پېچلې او استخباراتي دسیسې په ترڅ کې سقوط کړی شو”.

د میاخېل په خبره، چې افغانستان په نړۍواله ټولنه کې په شدت منزوي، بېقانونه، بې نظامه او بې تعریفه هېواد دی، چې هېڅ راز اصولي او نړۍوال تعامل ورسره نه کیږي.

هغه زیاتوي، چې افغانستان عملاً د پاکستان په هراړخیز ښکېلاک کې ګېر هېواد دی.

میاخېل وايي: “همدا تېره ورځ په خوست کې د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې بېګاه انسانان ووژل شول، پاکستان افغانستان خپله خاوره ګڼي هر وخت یې چې زړه وغواړي هر څه کولی شي”.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت دغه پخوانی چارواکي زیاتوي، چې امریکا، ناټو، چین، روسیه، پاکستان، ایران او نورو سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو په شدید او خونړي رقابت کې افغانستان په شدت سره د یوه بل نیابتي جنګ پر خوا روان دی.

نوموړی وايي، چې دوی د افغانستان لپاره د یوې داسې ملي سراسري جبهې د جوړېدو په هڅه کې دي، چې د افغانستان د خاموش اکثریت استازولي وکړلای شي او افغانستان د یوه ملي اساسي قانون په رڼا کې د یوه ولسواک، جمهوري، ملي او مشروع نظام ټینګښت ته ورسوي.

د یادونې وړ ده،چې نن د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي هم ویلي وو، چې افغانستان له یوه بشري بحران سره مخ دی.