محسن امین زاده: پر طالبانو د امریکا په برید کې تهران همکاري کړې وه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال وايي، په مزارشریف ښار کې د ایراني ډیپلوماټانو له وژنې وروسته په ۱۳۸۰ کال کې پر طالبانو د امریکا په برید کې د تهران همکاري هم د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ماتې لامل شوه.

محسن امین زاده وویل، چې د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې یوه لوړپوړي چارواکي په سویس کې یوه امریکايي جنرال ته د طالبانو په اړه پوځي مالومات ورکړي وو.

هغه له جماران سایټ سره په مرکه کې چې متن یې د سه شنبې په ورځ خپور شو وویل: «د سپټمبر د یوولسمې له عملیاتو یوه اونۍ وروسته، د ایران په بیړنۍ غوښتنه په جنیوا کې فوق العاده غونډه جوړه شوه چې په ترڅ کې یې امریکایانو پر افغانستان د برید اعلان وکړ.»

د امین زاده په خبره، تر هغه وروسته د ايران د قدس ځواک يوه لوړپوړى چارواکى چې د افغانستان له چاپېريال سره اشنا دى، د اسلامي جمهوريت له ډيپلوماتانو سره جنيوا ته ولاړ.

نوموړي زیاته کړه: «په دې کتنه کې د پنټاګون جنرال د امریکا د عملیاتي پلان او پر طالبانو د برید د هدفونو په اړه توضیحات ورکړل او ایراني جنرال یې په ځواب کې وویل، چې د طالبانو او د طالبانو د مخالفو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه د امریکا مالومات ناسم دي او د طالبانو مخالف ځواکونه باید جوړ شي چې هدف یې د احمدشاه مسعود ډله وه.»

دغه پخوانی ایرانی ډیپلوماټ ادعا کوي، چې د امریکا د هغه وخت ټول مالومات کېدای شي له پاکستانیانو ترلاسه شوي وو.

د اسلامي جمهوریت د دغه پخواني چارواکي په وینا، پر طالبانو د برید په اړه له امریکا سره د ایران د همکارۍ نور ډېر مهم لاملونه وو.

دغه ډیپلوماټ همدارنګه څرګنده کړه: «د ایران لپاره دا مهمه وه، چې لومړی پر افغانستان د امریکا برید د ایران د پولو په اوږدو کې د جګړې د ختمولو په چوکاټ کې د امریکا د پایښت لامل نه شي، دویم دا چې د افغانستان راتلونکی برخلیک باید د افغانستان د خلکو په لاس جوړ شي او درېیم دا چې له طالبانو وروسته افغانستان باید د ایران متحد ګاونډی وي.»

د یادولو ده چې د طالبانو ډلې تر اوسه په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ د ۱۳۷۷ کال د برید پړه په غاړه نه ده اخیستې.

خو محسن امين زاده وويل: « په ١٣٧٧ کال کې د ٦+٢ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې په ترڅ کې چې د افغانستان ٦ ګاونډي هېوادونه دي، روسيې او امريکا د طالبانو دغه کړنه په کلکه وغندله او له ايران څخه یې ملاتړ وکړ.»

د هغه په وينا، يو بل مهم بدلون چې له امريکا سره د همکارۍ په اړه د ايران په پرېکړه کې اغېزمن و، د سپټمبر د يوولسمې له عملياتو څخه ٤٨ ساعته مخکې د احمدشاه مسعود عجيبه او پېچلې وژنه وه.

محسن امین زاده وايي، چې د سپټمبر یوولسمې عملیاتو وښودله چې القاعدې پلان درلود افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړي او ان احمدشاه مسعود هم باید په لومړي ګام کې له منځه تللی وای.