ازادۍ جبهه: په بدخشان کې مو یو طالب وژلی او درې نور مو ټپیان کړي دي
د افغانستان د ازادۍ جبهې دعوا کړې، چې د بدخشان د هوایي ډګر په دروازه کې یې د شوي برید په پایله کې یو طالب وژلی او د دغې ډلې درې نور کسان یې ټپيان کړي دي. دغې جبهې د دغو عملیاتو ویډېو د اېکس یا (پخواني ټوېټر) له لارې خپره کړې ده.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، چې دغه برید تېره شپه سه شنبې د ( زمري په ۱۷ مه) د «ار پي جي توغندي او پيکا» نه په ګټې اخیستنې ترسره شوی دی.
طالبانو تر اوسه د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغه برید په اړه ځه نه دي ویلي.