د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر"جادو او تعویذ " بندیز ولګاوه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/6392caf2d48d5cbff2cd8b6e8c9b9882f420d235-880x590.jpg?rect=0,48,880,495&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې د تعویذ لیکنې او جادوګرۍ پر کاروبار بندیز لګولی دی.
د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۶مه) وویل: «په شریعت کې د جادوګرانو او ساحرانو وژلو ته جواز ورکړل شوی دی»
نوموړي پر ټويټر د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټولو رياستونو ته امر شوی، چې د جادوګرانو او تعويذ ليکونکو مخه ونيسي او هيچا ته د دا ډول کړنو اجازه ورنه کړي.
ښاغلي عاکف وویل چې د دغه وزارت له محتسبینو څخه غوښتل شوي چې تعویذ لیکونکي او جادوګران ونیسي او محکمې ته یې معرفی کړی.
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه چارواکي زیاتوي چې تعویذونه، دم او دعا په شریعت کې جواز لري، خو تعویذونه باید په هغه ډول ولیکل شي چې په اسلامي شریعت کې جواز لري.
عاکف مهاجر وايي چې په افغانستان کې تعويذ ليکنه د تجارت او سوداګرۍ يوه وسيله ګرځېدلې ده.
هغه وويل؛ تعويذ ليکونکي د کورنيو تر منځ د نفاق د رامنځته کولو لپاره له جادوګرۍ څخه کار اخلي او د نامشروع اړيکو د ټينګولو او د خلکو د کاروبار د خرابېدو لپاره جادو کوي.