د طالبانو د علومو اکاډمي: په تېر یو کال کې مو ۴۶ علمي او څېړنيزې پروژې بشپړې کړي

د افغانستان علومو اکاډمي چې طالبانو ورته یو شیخ الحدیث د مشر په توګه ټاکلی اعلان وکړ، چې په تېر یو کال کې یې ۴۶ علمي-څېړنیزې پروژې بشپړې کړې دي.

د دې ادارې مسوولینو د دوشنبې په ورځ ( اسد ۱۶ مه ) ملت ته د حکومت حساب ورکونې په نوم پروګرام کې وویل؛ چې یادې ادارې د ساینس په بېلابېلو برخو کې ۳۳ کتابونه او څه باندې ۲۰۰ علمي مقالې چاپ کړې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي منشي رفیع الله نیازي نن په یوه خبري ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، وویل؛ چې تېر کال علومو اکاډمۍ ۸۳ علمي او څېړنېزې غونډې او شپږ علمي او څېړنيز سیمینارونه په ملي کچه جوړ کړي دي.

د نیازي په ​​وينا؛ يادې ادارې له ٣٦ علمي او فرهنګي بنسټونو او کتابتونونو سره له ٢٤٠٠ څخه د زياتو کتابونو او له ٦٠٠ څخه د زياتو علمي مجلو په برخه کې مرسته کړې ده.