د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځینه خبریالانو اندېښنې
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د محدودیتونو لومړنۍ قربانیانې په کابل او ولایتونو کې ښځینه خبریالانې وې. ډېرې رسنۍ وتړل شوې، خبریالانې په کور کېناستې، یو شمېر له هېواده ووتې او یا یې هم د سختو محدودیتونو له امله دندې پرېښودې.
یوه افغانه خبریاله چې اوس مهال په افغانستان کې دننه په رسنیزو کارونو بوخته ده د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، د طالب یو بل او وروستی فرمان به د ښځینه خبریالانو پروړاندې دا وي، چې نور دې هیڅ یوه ښځه په رسنیو کې و نه لیدل شي، ځکه هیڅ یو داسې محدودیت پاتې نه دی چې پر دوی لګیدلی نه وي.
اخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا په ځلونو ټینګار کړی و، چې د رسنیو د فعالیتونو او ښه کار کولو پلوي دی او د هغو قوانینو په رڼا کې باید رسنۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې ورته ټاکل شوي دي؛ خو له دې سره، سره افغان خبریالانې په بشپړه توګه د دوی د رسنیزو کارونو له مخنیوي اندېښنه لري.
د رسنیو د ملاتړو ادارو د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د اټکل له مخې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو دندې پرېښې دي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وایي: "طالبانو د ښځینه خبریالانو لپاره کاري او مسلکي چاپیریال محدود کړی اوان ښځینه خبریالانې یې اړ کړي چې مسلکي توب په پام کې و نه نیسي."
د کابل نیوز خبریالې روما عدیل چې له کلونو راهیسې له بېلابېلو رسنیو سره د خبر او سیاسي خپرونو په برخه کې دنده ترسره کوله وایي:” کله چې پر دوی د ماسک کارول جبري شو نو له دې امر څخه یې د مخالفت په موخه ټلویزیوني خپرونې پرېښودې او یوازې یې د راپور جوړولو برخه کې خپلو کارونو ته دوام ورکړ.”
نوموړې زیاتوي:”هېواد مې هغه وخت پرېښود، چې طالبانو څو ځلې د ځینو راپورنو د جوړولو لپاره وګواښله چې ګواکي ددوی پرخلاف و.”
یو شمېر خبریالان وایي، چې اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخته د رسنیو ازادي محدوده شوې او هره ورځ خبریالان د طالبانو له سخت دریځو کړنو سره مخامخ کېږي.
ملاله د هغې خبریالې مستعار نوم دی چې دمګړۍ په افغانستان کې ده او د یوه خصوصي ټلویزیون سیاسي او خبري خپرونې مخته وړي.
ملاله وایي:” د جمهوریت د ړنګېدو پر ورځ دفتر کې وه چې د طالبانو د راتګ خبر راغی، خورا ډارېدلې وه چې څه به پېښیږي او آیا تر کوره پورې به ژوندۍ او په عزت سره رسیږي او کنه؟ ځکه ډېر بد وضعیت و، د ښار نظم ګدوډ شوی و، او ټول بندیان ازاد شوي وو.”
نوموړې همداراز زیاتوي، په کور کې له څو ورځو پاتې کېدو وروسته بېرته خپلې دندې ته ستنه شوه، خو هر څه بدل شوي و او د نويو قوانینو پربنسټ یې باید کار کړی وای، له جبري حجاب او ماسک څخه رانیولې ان تر هغه چې دوی له نارینه مېلمنو سره له مرکو منع شوې.
ملاله له دې وضعیته ستړې ده او وایي:” که د کورنۍ مسوولیتونه مې پر غاړه نه وای، وطن او رسنیز کارونه یې پرېښودل.”
د کابل پرېس کلب مشر عزیز تسل هم د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پروړاندې شته ستونزې مني او وایي:” اوس مهال کابو اوه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.”
د نوموړي په خبره، که د طالبانو دا سخت دریځ چلند دوام وکړي ډیې شمېر نور خبریالان به هم هېواد پرېږدي.
د آریانا نیوز پخوانۍ خبریاله نسرین شېرزاد بشیر چې له پنځلسو میاشتو راهیسې په اسلام آباد کې د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي وايي:” اړوندې نړۍوالې ادارې باید د بې برخلیکه پاتې شویو خبریالانو دوسیې وارزوي.”
مرضیه حفیظي د واکمنې ډلې له بېلابېلو ادارو له اړونده چارواکو سره د ښځینه خبریالانو د وضعیت او اندېښنو او د نیول شویو خبریالانو په اړه د خبرو هڅه وکړه خو طالب چارواکي خبرو ته حاضر نه شول.
له کابو دوو کلونو راهیسې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د بېلابېلو لاملونو له امله هېواد پرېښی، چې په دې لړ کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بیا په ګاونډیو هېوادونو کې په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې، اروپایي او امریکایي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې دوسیې ومنل شي.
دغو خبریالانو د پناه غوښتنې د دوسیو د نه څېړل کېدو له امله تر اوسه څو ځلي اعتراضونه هم کړي دي.