حنا رباني کهر: د پاکستان په نا امنيو کې د افغانانو لاس دی

له اج نیوز رسنۍ سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په خپلو خبرو کې ویلي، ان هغه کسان په بریدونو کې لاس لري چې پاکستان ته په روغتیایي ویزو راغلي. خو نږدې دوه اونۍ مخکې امریکا وویل، داسې شواهد نشته چې وښيي، افغان کډوال د پاکستان ناامنۍ کې لاس لري.

په دې مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه مېرمن کهر زیاته کړې، شواهد ښيي چې افغانان په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او اسلام اباد يې اسناد له طالبانو سره شریک کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي، چې په بلوچستان کې د پوځ پر یوې اډې په خونړي برید کې افغان اتباع لاس لري.

دغه وزارت د چهارشنبې پر ورځ په خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او د طالبانو له استازو یې غوښتي چې د درېیو وسله والو جسدونه ور واخلي.

د چنګاښ میاشتې په ۲۱ مه په ژوب کې د پاکستان د پوځ پر اډه او همدا راز په سیوۍ ولسوالۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو له امله ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ هم شاوخوا یوه میاشت وړاندې په یوه بیان کې لیکلي وو، چې په پاکستان کې دننه په بریدونو کې د افغان وګړو ګډون اسلام اباد "خورا" اندېښنمن کړی دی.

خو نږدې دوه اونۍ وړاندې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، لا هم داسې شواهد نشته چې د پاکستان په ناامنۍ کې د افغان کډوالو ښکېلتیا وښيي.

افغان کډوال په پاکستان کې:

کهر دا ډاګیزه کړه، چې د افغان طالب وسلوالو یوه لویه برخه هم په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو، په ځانګړي ډول دغلته له دیني مدرسو څخه راوتلې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له لوري پر کابل واک، د دې لامل شو چې ډېر شمېر نور افغانان پاکستان ته را کډه شي.

حنا رباني له اج نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې ۷۵۰ زره افغان کډوال پاکستان ته راغلي او بېرته نه دي تللي. هغې زياته کړه، چې افغانان له ويزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته نه شي راتلى.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره په تېرو څو میاشتو کې له دغه هېواده څخه د افغانانو د نیولو او ویستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د راپورونو له مخې، تېره یوه میاشت په پاکستان کې شاوخوا پنځه سوه افغان کډوال نیول شوي دي. هغه ویډیوګانې چې سرچینو د چهارشنبې په شپه له اسلام اباد څخه افغانستان انټرنشنل ته رالېږلي، ښيي چې پولیس په زوره د افغان کډوالو کورونو ته ننوتي، تر وهلو ډبولو وروسته یې، د کورونو نارینه نیولي او له ځانه سره بیولي دي.