متقي د ځینې هېوادونو ډيپلوماټانو ته: په کابل کې خپل ماموریت پیل کړئ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/8fba896006c073a71330281f91228277622cab4d-680x510.jpg?rect=0,64,680,383&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځینې هېوادونو له استازو او ډيپلوماټانو سره لیدنه کې له دوی غوښته کړې، چې له بهر د کار پر ځای په کابل کې خپل ماموریت پیل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند خپل ټوېټر کې لیکلي، چې دغه لیدنه د امریکا، بریتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او کاناډا له استازو سره شوې ده.
حافظ ضیا احمد تکل زیاتوي، چې ښاغلي متقي له دې استازو وغوښتل چې «افغانستان ته راشئ او واقعیتونه له نږدې وګورئ.»
د ښاغلي تکل په خبره، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې د دې ډلې د حکومت د تېرو دوو کلونولاسته راوړنې هم یادې کړې او زیاته یې کړه چې طالبانو «د ستونزو سره سره په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.»
د پخواني افغان حکومت پرځېدو او د طالبانو په واکمنیدو پسې له افغانستان ډېری ډیپلوماټیکې استازولۍ ووتلې او ځینې هغو خپل افغان ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې پیل کړ.
امیرخان متقي له تېرې شنبې راهیسې دوحه کې دی. نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړو استازو ټام وېسټ او رینا امیري سره هم دوه ورځنۍ خبرې درلودې.