اذلان شاه هاکي کپ: پاکستان ۵ - ۴ کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې نن چهار شنبه پاکستان لوبډلې ۵ پر ۴ کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه.

دا د پاکستان څلورمه لوبه وه، چې د ماليزيا په ايپور ښار کې تر سره شوه.

پاکستان د دې لوبې په بريا سره د ۱۰ نومرو په ترلاسه کولو د جدول د سر ځای ونیولی او پايلوبې ته يې لاره پېدا کړه.

په دې سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد ماليزيا ته ۵ – ۴ او جنوبي کوريا ته ۴ - ۰ په مقابل کې ماتي ورکړې وې او درېيمه لوبه یې د جاپان سره ۱ په ۱ مساوي کړې وه.

د اذلان شاه هاکي کپ په دې سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون شپږ لوبډلې پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې لوبيږي.

تر دې وړاندي په همدې سياليو کې پاکستان د درېيم مقام په ګټلو سره د برونزو مډال تر لاسه کړی و.

نور خبرونه

رادیو