د بیان ازادۍ کور: د رسنیو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور نیمګړی دی

د بیان ازادۍ کور وایي، د رسنیو د ازادۍ په اړه د ملګرو ملتونو له راپوره هرکلی کوي؛ خو دغه راپور یې نیمګړی هم ګڼلی دی.

دوی وایي دغه راپور ځکه نیمګړی دی، چې د رسنیو او بیان ازادۍ کړکېچن وضعیت یې په بشپړ ډول نه دی بیان کړی.
دغه بنسټ په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ په اړه د ملګرو ملتونو د راپور اړوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه راپور کې یاد شوي مسایل او شمېرې له هغه څه سل چنده کمې دي چې نن سبا یې د افغانستان رسنۍ تجربه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه راپور کې ځیني اړینې او بنسټیزې برخې له سره نه دي راخیستل شوي.
د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې د هغو رسنیو په اغېز او رول چې له هېواده بهر فعالیت کوي، اشاره نه ده شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، له هېواده بهر رسنۍ د افغانستان د رسنیزې ټولنې یوه غوښنه برخه ده چې د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې اساسي رول لوبوي او باید په څنک ترینه څوک تېر نه شي.
دغه بنسټ په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ لپاره د یوې پیاوړې او روښانه تګلارې غوښتونکی دی.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې له نړۍوالې ټولنې، د رسنیو د ملاتړو نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د رسنیو بد وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو دغه راپور د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې څخه د روان کال د سپټمبر تر ۳۰ مې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې اغیزمن کړي، مستند کړې وې.
رپوټ کې د افغانستان انټرنشنل د سپوږمکیزو خپرونو پر اخلال د طالبانو اعتراف ته هم اشاره شوې وه.