طالبانو په پکتیکا ولایت کې د نامشروع اړیکو په تور یو کس په دورو وهلی
طالبانو د پکتیکا ولایت په یحیا خېلو ولسوالۍ کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت ابتدایيه محکمې ياد تورن کس په شپږ میاشتې تنفيذي بند او د ۲۱ دورو تعزیري سزا باندې محکوم کړی و.
په خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
که څه هم طالبان له تېرو دوو کلونو راهیسې د خلکو د سترګو پروړاندې تورنو کسانو ته تعزیري سزاوې ورکوي، خو د راپورونو له مخې، یادې ډلې یوازې په تېره یوه میاشت کې د ښځو په ګډون ۶۸ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، یادې ډلې په جوزجان کې ۲۲، په ننګرهار کې ۱۵، په غزني کې ۷، په پکتیکا کې ۶، په تخار کې ۴، په خوست کې ۳، په سمنګان کې ۳، په میدان وردګو کې ۱، په پروان کې ۲، په کابل کې ۲، په بغلان کې ۱ او په فاریاب ولایت کې هم ۳ کسان په دورو وهلي دي.
له دې سره، پر افغانستان له واکمنۍ وروسته طالبانو تر اوسه ۶ کسان په ورزشي لوبغالو کې اعدام کړي هم دي.
که څه هم په عام محضر کې د سزا د حکم پلې کېدل له بشري حقونو سرغړونه بلل کیږي؛ خو طالبان وایي، چې دوی په تورنو کسانو شرعي حکم عملي کوي.