روسي چارواکی: روسیه د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو د اېستلو ورستي پړاو ته رسېدلې ده

‏د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو ویلي، چې د روسیې حکومت د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو د اېستلو بهیر وروستیو پړاوونه ته رسېدلی دی.

هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه پړاو به په لنډ وخت کې بشپړ شي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراختیا ومومي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو، د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي اور چوک، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
ښاغلي شویګو دارنکه ویلي، په افغانستان کې امن او ټیکاو د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
په دې لیدنه کې د دواړو غاړو تر منځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسلو په اړه هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.
‏له بل پلوه سراج الدین حقاني هم هیله څرګنده کړې، چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په بېلابېلو برخو کې لا پیاوړي کړي.
‏ښاغلي حقاني ویلي، افغانان اوس خپلواک دي او پر خپل سیاسي برخلیک واکمن شوي او خپلې پرېکړې په خپله کوي.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د «اشغال» تر پای ته رسېدو وروسته جګړه ختمه شوې او د بې ثباتۍ ټول عوامل له منځه تللي دي.