نتنیاهو په لبنان کې د اوربند د هوکړې مسوده ومنله

سي اېن اېن د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له اسراییلي چارواکو سره په امنیتي غونډه کې د لبنان له حزب الله سره د اوربند په اړه خپله لومړنۍ هوکړه څرګنده کړه. سرچینې وویل چې اسراییل لا هم د تړون د جزئیاتو په اړه اندیښنه لري.