یو دوه تابعیته امریکایی له داعش څخه د ملاتړ په تور په نیویارک کې ونیول شو

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې یو البانیایي الاصله امریکایي وګړی یې په نیویارک کې د داعش د ملاتړ او په ټولنیزو رسنیو کې د چاودېدونکو توکو د جوړولو د تعلیمي معلوماتو د شریکولو په تور نیول شوی دی.

که نیول شوی کس مجرم وپېژندل شي، نو د ۲۰ کلونو بند له سزا سره به مخ شي.
د پولیسو څېړنې ښيي، چې ۳۳ کلن ارالډ علي محمتي او ورور یې پر اسراییلي وګړو د برید او دغه راز په نیویارک کې د اسراییل په کونسلګرۍ د احتمالي برید په اړه هم خبرې کړي دي.
محمتي د ټولنیزو رسنیو د څو ادرسونو له لارې د داعش په ملاتړ د بریدونو د پلان جوړولو او روزنې په اړه له نورو خلکو سره هم د اړیکې نیولو لپاره هڅې کړي دي.
هغه د دې ادرسونو له لارې د تجهیزاتو غوښتنه او د داعش د ملاتړ لپاره د عملیاتو د ترسره کولو غوښتنه هم کړې وه.
همدارنګه ويل شوي، چې محمتي د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو په منځ کې په پرله‌پسې ډول د داعش د ملاتړ په موخه انلاین تبليغات هم کړي.
د راپورونو له مخې، د هغه په انلاین محتوا کې د داعش د لوړپوړو مشرانو ستاينه او د داعش له خوا د خپرو شویو ويډيوګانو تبليغات هم شامل دي.
د امریکا د عدلیې وزارت په خبره، محمتي په ټولنیزو رسنیو کې خپلو مخاطبینو ته توضیحات ورکړي و، چې څنګه په کور کې چاودېدونکي توکي جوړ کړي.
علی محمتي تر دې وړاندې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ کلونو پورې د ټولنیزو رسنیو له لارې د وېرې خپرولو او په البانیا کې د وسله‌وال برید په تور بندي شوی و.
نوموړی بالاخره د لیندۍ په دویمه په نیویارک کې ونیول شو.