کونړ: په خپلمنځي شخړه کې د یوې نجلۍ په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي
د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې په خپلمنخي شخړه کې د یوې اته کلنې نجلۍ په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې شخړه د ځمکې پر سر په کرونګ سیمه کې د لسو وروڼو ترمنځ شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې یاد شمېر کسان د دوو میندو اولادونه دي، چې ۹ زامن د یوې مور دي او یو بل یې بیا د بلې مور دی.
د سرچینې په وینا، دوه ټپيان د همدې کورنۍ ګاونډیان دي چې غوښتل یې د دوی ترمنځ شخړه هواره کړي.
سرچینې د طالبانو له قوله زیاته کړې، چې د پېښې عاملین نیول شوي خو یادې ډلې نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کورنیو ترمنځ شخړې او دوښمنۍ د ځمکو د وېش، څرځایونو، ځنګلونو، د اوبو د وېش، میراث او نورو مسایلو پر سر رامنځته کېږي.
دغه شخړې تل له وړو لفظي شخړو پیلېږي او په اوږدو او خونړیو دوښمنیو اوړي.
اوس چې په افغانستان کې د طالبانو نظام کوم مشروعیت نه لري، یو شمېر هېوادوال د جرګو له لارې د شخړو پر حل ټینګار کوي.