د هسپانیا په والنسیا کې زرګونو لاریونوالو د زیانمنو شویو ښوونځیو د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه

د هسپانیې په والنسیا ایالت کې زرګونو لاریون کوونکو په دې هېواد کې له خونړیو سېلابونو وروسته د زیانمنو شویو ښوونځیو د ستونزو د حل او د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د والنسیا د زده کوونکو کورنیو او ښوونکو د شنبې په ورځ له اړوندو چارواکو غوښتي، چې د ویجاړو شويو ښوونځیو په اړه دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږي، چې د هسپانیا په ختیځ کې څه موده وړاندې د سېلابونو د راوتلو له امله څه باندې ۲۲۰ کسان ووژل شول او د زرګونو زده کوونکو د زده کړو بهیر اغېزمن شو.
د رویټرز د راپور له مخې، لاریون کوونکو د والنسیا د مشر د استعفاء غوښتنه کړې ده.
د سېلابونو پر وړاندې د سیمه ییز حکومت د چلند پر سر جنجال لا هم روان دی او د ښوونکو یوې اتحادیې تور پورې کړی، چې حکومت د ښوونځیو د پاکولو او بیا فعالولو په برخه کې پاتې راغلی دی.
دغې اتحادیې ویلي، چې لا هم دېرش ښوونځي تړلي پاتې دي او شاوخوا ۱۳ زره ماشومان د زده کړو لپاره مناسب ځای نلري.
رویټرز په خپل راپور کې زیاته کړې ده، چې په دغو لاریونونو کې ۵۰۰۰ کسانو ګډون کړی دی.
د زده کوونکو کورنۍ او ښوونکي وايي، که څه هم د ښوونځیو د پاکولو لپاره هڅې روانې دي، خو په دې برخه کې د ګومارل شویو کسانو شمېر کم دی.
د یادولو ده، چې د والنسیا د سیمه ییز حکومت ویاند بیا وایي، چې د نومبر له یوولسمې څخه د سېلاب ځپلو سیمو شاوخوا ۳۲ زره زده کوونکي بېرته ښوونځیو ته ستانه شوي دي او د زده کړو بهیر یې روان دی.
د مخکینیو راپور پر بنسټ، د هسپانیا په ختیځ والنسیا ایالت کې د خونړیو سېلابونو له امله څه باندې ۲۲۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۸۰ کسان لادرکه شوي دي.
دا په یوه پیړۍ کې په یو اروپايي هېواد کې تر ټولو خونړی سېلاب بلل شوی دی.
والنسیا له بارسلونا او ماډریډ وروسته د هسپانیې تر ټولو لوی ښار دی، چې د وروستیو سېلابونو له امله د ځاني زیانونو ترڅنګ سخت مالي تاوانونه هم ور ورسېدلي دي.