له خبریالانو د ملاتړ سازمان: د ټلویزوني خبریالانو لپاره چاپېریال ډېر تنګ او تیاره دی

‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، ‏په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انځوریزې رسنۍ له سختو بندیزونو سره مخامخې شوې دي.

دغه سازمان د ټلویزیون د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د پراخ سانسور په پلي کولو، د رسنیو د تړلو او د خبریالانو په ګواښلو سره د بیان ازادي او اطلاعاتو ته د لاسرسي چاپېریال ډېر محدود کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګڼ شمېر ټلوېزیوني شبکې اړ اېستل شوې چې خپل فعالیتونه ودروي او یا د طالبانو له اېډیالوژۍ سره سمې خپرونې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې د ټلویزوني خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره فضا ډېره تنګه او تیاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پراخه کچه ښځينه خبريالانې له کاره محرومې شوې او ځینې یې اړې شوې چې هېواد پرېږدي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو او رسنیزو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان رسنیو او خبریالانو لپاره خپل عملي او سملاسي ملاتړ پیاوړی کړي.
دغه سازمان دارنګه له اوسنیو واکمنانو هم غوښتنه کړې، چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی ولري او نور د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه پای ته ورسوي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي: «د ټلوېزیون نړۍواله ورځ د دې یادونه کوي چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د ډیموکراسۍ او تلپاتې پرمختګ بنسټیزې ستنې دي. د افغانستان ټلوېزیونونو او رسنیو له ملاتړ پرته په هېواد کې د بیان او اطلاعاتو د ازادۍ راتلونکی تر جدي ګواښ لاندې دی.»
افغانستان سږکال د ټلویزیون نړۍواله ورځ ډاسې مهال لمانځي، چې همدا تېره ورځ طالبانو په کونړ ولایت کې په رسنیو کې د انځورونو په خپرولو او تصویري مرکو بندیز لګولی دی.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم پراساس دغې ډلې په کونړ ولایت کې په رسنیو کې د انځورونو په خپرولو او تصویري مرکو بندیز ولګاوه.