طالبانو د ۱۰ ایرانیانو په ګډون ۱۵۰ بهرنیان بندي کړي

د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې ۱۵۰ بهرنيان بندیان دي. د دغو سرچینو په وینا، په یادو بندیانو کې شاوخوا ۱۰تنه ایرانیان دي.

د طالبانو د زندانونو چارو ادارې څخه سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ لومړۍ ) نېټه تایید کړه، چې شاوخوا اته زره افغان بندیان د ایران په زندانونو کې بندیان دي.
د دې ادارې د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو کې شاوخوا ۱۲زره بندیان ساتل کېږي.
تر اوسه طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو بندیانو د خوشي کېدو او هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې امریکايي چارواکو تایید کړې وه، چې درې امریکايي وګړي د طالبانو له لوري بندیان شوي دي.
تېره اوونۍ طالبانو یو کاناډایي پوځي نیولی و.
طالبانو د لړم په ۲۴ مه ويلي و چې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د افغان بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو لپاره کابل ته ورغلی دي.
د طالبانو په وینا، دا خبرې له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د سپارلو په موخه شوې، څو د هغوی د بند سزا پوره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم د لړم په ۲۸ مه ويلي و چې په ایران کې د افغان بندیانو شمېر د پام وړ دی او دا مساله د ایران لپاره ډېر لګښت لري.
هغه دا هم وویل، چې ایران د دغو بندیانو د سپارلو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړې دي.
د ایران نړیوالو چارو او بشري حقونو د وزارت مرستیال ټینګار وکړ، چې د افغان بندیانو د سپارلو هوکړه لیک په ۲۰۰۵ کال کې لاسلیک شوی و او طالبان هم دې هوکړې ته ژمن دي.