اسټرالیا د ۱۶ کلنو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو د بندولو لایحه وړاندې کړه

د اسټرالیا حکومت د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړه، چې له مخې یې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومان د خواله رسنیو کارولو څخه منعه کوي.

د لایحې له مخې، له دې قانون څخه د سرغړونې له امله به خواله رسنۍ شاوخوا ۳۲ مېلیونه ډالره جریمه شي.

اسټرالیا په پام کې لري، چې په خواله رسنیوکې د عمر محدودیتونو د پلي کولو لپاره د کاروونکو د عمر تصدیق کولو په برخه کې یوه تګلاره ازمايي چې په دې کې ممکن د بایومیټریک کارول او د خلکو د هویت د اسنادو ارزونه هم شامله وي.
په دې تګلاره کې، هیڅ استثناوې لکه د مور او پلار رضایت یا د پخوانیو کاروونکو حسابونو شته‌والی په پام کې نه نیول کېږي.
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز په یوه بیان کې لیکلي:«دا یو تاریخي اصلاحات دي. موږ پوهېږو، چې ځیني ماشومان به شاوخوا نورې لارې ومومي؛ مګر د خواله رسنیو شرکتونو ته زموږ پیغام دا دی، چې دوی باید خپل چلند بدل کړي.»
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې په اسټرالیا کې د لیبرال اپوزیسیون ګوند پلان لري چې د دغې لایحې ملاتړ وکړي.
خو د اسټرالیا بل ګوند خپلواکو وکیلانو د یادې طرحې په اړه د نورو جزیاتو غوښتنه کړې.
د دغه قانون تصویب به په اسټرالیا کې د میټا شرکت تر چتر لاندې شبکو او همدارنګه د ټیک ټاک، اېکس شبکې او سنیپ چټ فعالیتونو باندې د پام وړ اغېزه وکړي.
د اسټرالیا چارواکو د دغې لایحې د تصویب د دلیل په اړه ویلي، چې د خواله رسنیو ډېر کارول د ماشومانو لپاره خطرناک دي او د دوی فزیکي او رواني روغتیا ته زیان رسوي.