بنیامین نتنیاهو: په غزه کې د حماس پوځي ځواک پای ته رسېدلی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې د حماس د پوځي ځواک د ختمولو ادعا کړې ده. د اسراييل لومړي وزير ادعا کړې، چې په غزه کې د حماس پوځي ځواک پای ته رسېدلی او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به حماس په غزه کې حکومت ونه کړي.

هغه تر دې وړاندې ویلي و: «هغه چا چې زموږ یرغمل شویو ته زیان رسولی غچ به ترېنه اخلو.»
د اسراييل لومړي وزير ويلي، هر هغه څوک چې له غزې څخه يرغمل شوي کسان راخوشې کړي، د يوه يرغمل په بدل کې به پنځه مېليونه ډالر ورکړي.
له بلې خوا په اسراییل کې د یرغمل شویو د خوندي راستنېدو او د اوربند د تړون لپاره لاریونونه دوام لري او اسراییلي وګړي د اوربند لپاره د نتنیاهو پر حکومت فشارونه زیاتوي.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس جنګیالیو چې اسراییلي عسکر او ملکي وګړي یرغمل نیولي وو او غزې ته یې راوستي وو، له تېر یوه کال راهیسې په غزه کې د اسراییل د عملیاتو په لړ کې یوازې څو تنه یې ازاد کړای شول.
په داسې حال کې چې پاتې یرغمل شوي کسان یا د یوې معاملې په پایله کې خوشې شوي او یا هم د حماس ډلې سره یرغمل دي.