د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه کې په هرو ۳۰ دقیقو کې یو ماشوم وژل کېږي
الجزیرې ټلویزیون د فلسطیني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ راهیسې اسراییل په غزه کې لږ تر لږه ۱۷۴۰۰ ماشومان وژلي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په زرګونو نور تر خاورو لاندې لادرکه دي او ګومان کېږي چې مړه به وي.
الجزیرې د ملګرو ملتونو له قوله ویلي، چې د غزې تړانګه د زرګونو ماشومانو هدېره ګرځېدلې.
د راپورونو له مخې، ژوندي پاتې ېیر ماشومان، چې د جګړو دردونکې اغېزې یې زغملي، د اسراییل د بندیز تر سیوري لاندې ژوند کوي.
الجزیرې د اسراییل له لوري د وژل شویو ماشومانو په اړه مستند معلومات خپاره کړي او لیدل کېږي، چې په وژل شویو ماشومانو کې ۷۱۰ تنه یې د یو کال څخه کم عمر لرونکي، ۱۷۹۳ د یو کال څخه تر درېیو کالو، ۱۲۰۵ تنه یې د ۴ څخه تر پنځو کالو، ۴۲۰۵ تنه له شپږ څخه تر ۱۲ کالو او ۳۴۴۲ تنه ماشومانو عمر له ۱۳ څخه تر ۱۷ کالو ښودل شوی.
په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له قوله ویل شوي، چې له ۱۷۰۰۰ څخه ډېرو ماشومانو بیا مور یا پلا او یا هم دواړه له لاسه ورکړي دي.
په فلسطین کې د ماشومانو لپاره د دفاع نړۍوال سازمان ویاند وايي، چې موږ د یوې نسل وژنې شاهدان یو.
همدارنګه سېف د چلډرن سازمان وايي، د اسراییل د محاصرې له امله په غزه کې هره ورځ د لسو ماشومانو د بدن یو یا دوه غړي د عملیاتو پر مهال د بې هوښۍ له درملو پرته پرې کېږي.
د اسراییل له لوري د غزې د محاصرې په تړاو د یونېسف مسوول کاټرین رسل بیا وايي، د پاکو اوبو پرته به ډېر ماشومان د محرومیت او ناروغیو له امله مړه شي.
نوموړې وايي، غزه د ماشومومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای دی.