په افغانستان کې د یوه ورک شوي پخواني کاناډايي سرتېري د روغتیا په اړه اندېښنه
د کاناډا د پخوانیو سرتېرو د ملاتړ شبکه وایي، چې په افغانستان کې د کاناډا د وسله والو ځواکونو د پخواني افسر ډېوېډ لیوري د ورکېدو په اړه ژوره اندېښنه لري. دغې شبکې ویلي، چې ښايي طالبانو ښاغلی لیوري نیولی وي.
دې شبکې د سې شنبه په ورځ په یوه بیان کې وویل:«موږ د ډېوېډ لیوري د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو، ټول هغه د کاناډایي ډیف په نوم پېژني.»
د دغې بیانیې له مخې، لیوري د نومبر په ۱۱ مه د کابل له هوايي ډګر څخه، چې د جګړې د سرتېرو د یاد له ورځې سره سمون خوري، ورک شوی دی.
یادې شبکې زیاته کړې: «داسې ښکاري چې نوموړی د افغانستان د حکومت له خوا نیول شوی وي. په دې حساس وخت کې هر ډول فکر کول کولی شي بې ګټې وي.»
نوموړي په تېرو درېیو کلونو کې په ځلونو افغانستان ته سفر کړی و.
د کاناډا د پخوانیو سرتېرو د ملاتړ شبکه ټينګار کوي، چې لیوري تل د طالبانو د حکومت له خوا له لېږل شویو معتبرو اسنادو څخه په استفادې سره افغانستان ته سفر کړی دی.
یاد سازمان وایي، چې د هغه د خوشې لپاره د کاناډا د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بریټي فلچر د جمعې په ورځ (د لړم ۲۵مه) تایید کړه، چې یاد وزارت په افغانستان کې د یوه کاناډایي وګړي د ورکېدو په اړه خبر دی.
د نوموړي په وینا: «کاناډایي چارواکي دا وضعیت له نږدي تعقیبوي او د امنیتي ملاحظاتو له امله په دې اړه ډېر اطلاعات وړاندې کولی نه شو.»
تر دې وړاندې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو هم ویلي و، چې د یاد کاناډايي وګړي د نیولو موضوع له طالبانو سره په جدي توګه تعقیبوي.
که څه هم کاناډا د طالبانو له حکومت سره رسمي اړیکې نه لري، خو کاناډایي ډیپلوماټانو په وار - وار سره د طالبانو له استازو سره په قطر کې کتلي دي او د افغانستان په لړه یې له دوی سره خبرې کړي دي.
طالبانو دوه امریکایي وګړي هم په افغانستان کې نیولي دي او غواړي چې یاد کسان په امریکا کې د خپلو بندي غړو سره تبادله کړي.
ډېوېډ لیوري په کاناډا کې د یوه خصوصي امنیتي شرکت مسوول دی.
د کاناډا د پخوانیو سرتېرو د ملاتړ شبکې په خبره، لیوري له خپلې مېرمنې جون پینګ او له خپل زوی برانټ سره د افغانستان له سقوط وروسته د افغان کورنیو د اېستلو په برخه کې مرسته کړې ده.
لیوري له سي بي سي راډیو سره په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې بېرته کابل ته ستون شو، تر څو خپل کار وبار او کور بېرته له طالبانو ترلاسه کړي او په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
لیوري افغانستان خپل دویم کور بللی دی.