طالبان: د روغتیا نړۍوال سازمان دې د خوارځواکو ماشومانو په درملنه کې مرسته وکړي

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړۍوال سازمان او یونېسف د سیمه‌ییزو مسولینو سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پراختیا، د پولیو ضد واکسین او د دې ناروغۍ د مخنیوي او د خوارځواکو ناروغانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ د (لړم ۲۹ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیا نړۍوال سازمان د ختیځې حوزې د عمومي مشرې حنان حسن البلخي، د یونېسف د سیمه‌ییز مشر، د بېل ګېټس بنسټ او د افغانسان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مسولینو سره په ناسته کې د خوارځواکو ناروغانو د درملنې او مخنیوي او د ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې د نړۍوالو مرستو د جلب په اړه خبرې کړې دي.
نور جلال جلالي د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان، یونېسف او بېل ګېټس بنسټ همکاري اړینه بللې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان دغه پلاوي تېره ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي.
متقي هم له یاد پلاوي څخه غوښتي، چې د درملو په برخه کې دې کورني روغتیايي سکتورونه غښتلي کړي، چې د افغانستان روغتیايي مرکزونه تمویل او افغانان له روغتايي پلوه پر ځان بسیا شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په داسې حال کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کوي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې لاهم په افغانستان کې د پولیو ویروس فعاله دی او دغه هېواد په پولیو اخته ناروغان لري.