د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د ایران زندانونو کې پاموړ افغان بندیان دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر د پام وړ دی او دغه هېواد ته یې ډېر لګښتونه اړولي دي. اسماعیل بقايي وویل، چې ایران خپل هیواد ته د افغان بندیانو د سپارلو هڅې دوه برابره کړې دي.
د تسنیم ورځپاڼې د یوې ویډیو له مخې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې، بقايي ويلي، چې کابل ته د ایران د یوه پلاوي د وروستي سفر په ترڅ کې خپل هیواد ته د افغان بندیانو د انتقال په اړه «ښه تفاهم» شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله څرګنده کړه چې «موږ به د افغانستان له لوري د دې پروسې د عملي کېدو شاهدان واوسو.»
د بقايي په وینا، د ایران او افغانستان ترمنځ خپل هېواد ته د افغان بندیانو د سپارلو په اړه څه موده وړاندې هوکړه شوې وه.
بقايي وايي، چې د ایران په زندانونو کې د محکومو او بنديانو شمير زيات دى او د دغه هيواد په زياترو ولايتونو کې افغان بنديان شته.
نوموړي د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر ونه ښود.
د هغه په وینا، افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور بنديان شوي، چې تر ټولو ډېر يې د نشه يي توکو اړوند جرمونه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې «په تېرو یو یا دوو کلونو کې موږ د افغان بندیانو د لېږدولو لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړې، څو هغوی هلته د خپل بند مودې پوره کړي.»
بقايي زیاته کړه، چې کابل ته د ایران د پلاوي د سفر په ترڅ کې ښه تفاهم ته رسیدلي او هیله لري، چې طالبان یې په اغیزناک ډول پلی کړي.
له دې مخکې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال ويلي و، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر تنه افغان بندیان افغانستان ته ولېږل شي.
ایسنا خبري اژانس د چارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳ مه) په يوه رپوټ کې د ایران حکومت د نړیوالو چارو او بشري حقونو د وزیر مرستیال له قوله ويلي، چې د بندیانو د انتقال موافقه په ۱۳۸۵ کال کې له افغانستان سره شوې وه او طالبان هم د دغه رسمي تړون پابند دي.