اسراییلي سرچینې وایي د حماس لوړپوړي چارواکي ترکیې ته تللي دي

د اسراییل کان خبري شبکې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د حماس لوړپوړي غړي په دې وروستیو ورځو کې په ترکیه کې اوسېږي.

تر دې وړاندې یو امریکایي چارواکي هم ویلي و، چې د اوربند او د اسراییل د یرغمل شویو کسانو په اړه د خبرو له ناکامیدو وروسته قطر د حماس له مشرانو غوښتي چې د دوی له خاورې دې ووځي.
دا تر اوسه روښانه نه ده، چې د حماس غړي د قطر په غوښتنه په ترکیه کې مېشت شوي او که نه.
له دې سره، تر اوسه دا هم روښانه نه ده، چې د حماس غړي په موقت یا دایمي ډول په ترکیه کې مېشت شوي دي.
د نومبر په لومړیو کې قطر ویلي و، چې په غزه کې د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په برخه کې له منځګړیتوب څخه وتلي دي.
د قطر حکومت تر اوسه رسما تایید کړې نه ده، چې د حماس دفتر به په دې هېواد کې تړل کېږي او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر له ۲۰۱۲ کال راهیسې د حماس د چارواکو کوربه دی.
د راپورونو له مخې، د اسراییل په هوایي بریدونو کې د حماس د مشرانو له وژل کېدو وروسته، دغې ډلې د ځایناستي له ټاکلو ډډه کړې ده.
ویل کېږي، چې په دوحه کې مېشته پنځه کسیزه کمېټه د حماس مشري پر غاړه لري.
د یو شمېر سرچینو په باور، ښایي حماس له مخکې خپل مشر ټاکلی وي، خو هویت یې پټ ساتلی دی.
حماس ته نږدې یوې سرچینې د اکټوبر په میاشت کې بي بي سي ته ویلي، چې د امنیتي دلایلو له امله د دې ډلې د نوي مشر هویت پټ ساتل کېږي.