طالبان: د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی او ۴ ټپیان دي
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، چې د دغه ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې په يوه کور د تندر پرېوتو په پېښه کې يو کس مړ شوی او څلور تنه نور بیا ټپیان دي.
دغه دفتر په اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه پېښه د سپین غر ولسوالۍ د وچ کوټ په سنګر باغ سيمه شوې ده.
په سپین غر ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال حفيظ الحق عمر وايي، چې ټپیان د درملنې په موخه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بل پلوه وړمه ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې په ۲۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، روزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو لپاره شوې ده.