طالبان: لس میلیارده او ٤٠٩ میلیونه افغانۍ مو پر یتیمانو، معلولینو او کونډو وېشلي دي
د طالبانو د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وایي، چې په تېرو ۵ میاشتو کې یې لس میلیارده او ٤٠٩ میلیونه افغانۍ د هېواد پر یتیمانو، معلولینو او کونډو وېشلي دي.
د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش وایي؛ دا د مرستو دویم پړاو دی چې د ژمي په را نږدې کېدو سره پر اړمنو کسانو وېشل شوي دي او دا لرۍ همداراز دوام لري.
د نوموړي په وینا، په ټول هېواد کې شپږ لکه او درې پنځوس زره یتیمان، معلولین او کونډې ثبت شوي، چې په دې کې د تېر حکومت د وژل شویو امنیتي ځواکونو د یتیمانو او کوڼډو شمېر بیا یو لک و دوه ویشت زره تنو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد وزارت تېر کال د زرګونو معلولانو، یتیمانو او کونډو نوم لیکنه پیل کړې وه.
د دغه وزارت په وینا، په یادو کورنیو کې د طالبانو، ملکي وګړو او د تېر حکومت د نظامیانو د یتیمانو کورنۍ شاملې دي.
سره له دې چې د طالبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت وايي، د راجسټر شویو کونډو، یتیمانو او معلولانو له جملې څخه یې د تصفیې د کمیسیون له لوري ۲۸ زره نا مستحقه کسان ایستلي دي، خو پر یاد وزارت داسې نیوکې هم شته چې کونډو، یتیمانو او معلولانو ته د میاشتني امتیازونو د ورکړې په برخه کې پراخ فساد روان دی.
د دغه وزارت مسوولانو بیا ټينګار کړی، چې دوی په شفاف ډول دغه مرستې اړمنو کورنیو ته د بانکونو له لارې ویشي او پر دې سربېره هڅه کوي، چې د کونډو، معلولانو او یتیمانو مرستې پر وخت هغوی ته ورسوي.
خو د دغو کسانو د کورنۍ غړي بیا تل د خپلو تنخواګانو پر ځنډېدو نیوکه کوي او وایي، چې دوی ته یې تنخواوې په وخت نه ورکول کېږي.
د یادولو ده، چې د افغانستان له پخواني حکومت سره د طالبانو په شل کلنه جګړه کې ډېری ولسي وګړي او پوځیان وژل شوي، معلول شوي او ګڼ شمېر ښځې کوڼډې او ماشومان یتیمان شوي دي.
طالبان په داسې حال کې د افغانستان په زرګونو کونډو، معلولانو او یتیمانو پیسې وېشي، چې دغه ډله د ۱۷۰ زره متقاعدو دولتي کارکوونکو تنخواوې نه ورکوي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې امر وکړ، چې د حکومت ټولو نظامي او ملکي ادارو ته دې د تقاعد تنخواوې نه ورکول کیږي.