د فرانسې خبري اژانس: د لبنان په اړه د امریکا په پلان کې د ۶۰ ورځو اوربند شامل دی
د فرانسې خبري اژانس د لبنان د یو جګپوړي چارواکي له قوله ویلي، چې د لبنان حکومت په دغه هیواد کې د اوربند د رامنځ ته کولو لپاره د امریکا پر وړاندیز غور کوي.
دغه لبناني چارواکي د موضوع د حساسیت له امله د خپل نوم د پټ ساتلو غوښتنه کړې.
د هغه په وینا، په بیروت کې د امریکا سفیرې لیزا جانسن د پنجشنبې په ورځ (لرم ۲۴مه) له لبناني چارواکو سره د اوربند ۱۳ ماده ییز پلان شریک کړی دی.
د دغه پلان له مخې، به ۶۰ ورځنی اوربند رامنځ ته شي او په دې موده کې به د لبنان پوځ یو ځل بیا د اسراییلو په پولو کې ځای پر ځای شي.
اسراییلو تر اوسه د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.