امرالله صالح د اسلامي هېوادونو د مشرانو پرونۍ غونډې ته د طالبانو نه بلل پر ځای ګام بللی

د مخکني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د اسلامي هېوادونو د مشرانو پرونۍ غونډې ته د طالبانو نه ور بلل پر ځای ګام بللی. هغه د اسلامي هیوادونو مشرتابه دغه ګام د افغانو ښځو حقونو ته درناوی یاد کړی.

تېره ورځ د اسلامي هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان په ریاض کې د منځني ختیځ د کړکیچ او سیمې هیوادونو پر روانو حالاتو یوه بیړنۍ غونډه وربللې وه، چې په دغې غونډه کې یې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړې.
د اسلامي هیوادونو مشرانو په دغې غونډې کې پر غزې او لبنان د اسراییل بریدونه وغندل او د دغو بریدونو د درولو لپاره یې د نړۍوالو ګامونو غوښتنه وکړه.
ښاغلي صالح د اسلامي هیوادونو د مشرانو له لوري د طالبانو نه وربلل په افغانستان کې بشري حقونو، د ښځو حقونو او د افغانانو دین ته د درناوي په پار وبلل او زیاته یې کړه چې، افغانې ښځې طالبانو له هغه حقه محرومې کړې چې په اسلامي تمدن کې د انسانانو یو اساسي حق دی: «تاسو په ویاړ سره وښودله چې اخلاق، ارزښتونو او اصولو ته درناوی لرئ، تاسو په دې سره طالبانو ته وښودله چې په ۲۰۲۴ کال کې د دوی ظلم، په دورو وهل، ډله ييزې شکنجې، غلا او ورته نورې غیر اسلامي کړنې یې له شریعت سره برابرې نه دي.»
ویل کیږي، دغې غونډې ته د طالبانو نه بلل په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او د ښځو پر حقونو د محدودیتونو په اړه نړۍوالو اندیښنو ته په پام سره، د دغې ډلې له سیاستونو په تېره بیا د بشري حقونو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې د ناخوښۍ له امله دي.
د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ په ریاض کې جوړه شوې وه د ایران، پاکستان، ترکیې، اردن، مصر او نورو اسلامي هېوادونو چارواکي د غزې او لبنان د جګړې په اړه د خبرو لپاره سره راغونډ شوي وو.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د ښځو او نجونو پر ازادۍ سخت بندیزونه ولګول او دغه کار د بېلابېلو هېوادونو له نیوکو سره مخ شو.
په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو سختو تګلارو افغانستان په نړۍوالو کچه منزوي کړی دی. په تیرو درېیو کلونو کې دغې ډلې د اسلامي هیوادونو هغه غوښتنې له پامه غورځولې دي چې بشري حقونو، د ښځو حقونو ته درناوی او د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانستلو په موخه یې کړې وې.