عباس ستانکزی: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې را وسپارل شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې ور وسپارل شي. هغه وايي، د دوی حکومت له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او د سولې او ثبات ملاتړ کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي نن سې شنبه د (لړم ۲۲مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د دوی حق دی او باید ور وسپارل شي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه درې کاله تېرېږي، خو پر دغې څوکۍ د افغانستان د مخکني جمهوري حکومت استازی نصیر احمد فایق پاتې دی او د افغانستان استازیتوب کوي.
تر دې وړاندې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم په ځلونو ټينګار کړی، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د دې لپاره دغې ډلې ته ور وسپارل شي، چې له نړۍ سره نږدې اړېکې وپالي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې د دغې ډلې سختو تګلارو افغانستان په نړۍوالو کچه منزوي کړی چې دغې ډلې د امربالمعروف په نوي قانون سره بشري حقونه، د ښځو حقونه او د افغانو نجونو او ښځو حقونه او ازادۍ تر پښو لاندي کړي چې دغو کړنو طالبان په نړۍواله کچه له سختو نیوکو لاندې راوستي.
تر اوسه پورې د سیمې او نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د طالبانو حکومت د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره په شرطونو کې یو همدا شرط ایښی و، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې دوی ته ور وسپارل شي، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې بیا ویلي و، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو خبره د یوې مودې لپاره ځنډېدلې ده.