طالبانو وايي په زابل او کندهار ولایتونو کې د دوو کم عمره نجونو د جبري نکاح مخه نیولې
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په زابل او کندهار ولایتونو کې د دوو کم عمره نجونو د جبري نکاح د مخنیوي خبر ورکړی دی. دغه وزارت پر اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي؛ د امربالمعروف محتسبینو د زابل په شینکۍ ولسوالۍ او د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د یادو نجونو د جبري نکاح مخه نیولې ده.
که څه هم دغه وزارت په کندهار کې د ژغورل شوې نجلۍ د دقیق عمر په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي چې په زابل کې ژغورل شوې نجلۍ دولس کلنه ده او د دواړو نجونو کورنیو غوښتل چې دوی په کم عمر کې واده کړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې وایي: «دا عمل له اسلامي اصولو او ټولنیزو اصولو سره په ټکر کې دی.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د نجونو پر زده کړو د دغې ډلې له بندیزونو سره د کم عمره نجونو د ودونو شمېر زیات شوی دی.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند څو ورځې وړاندې وویل، چې دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا پنځه زره جبري نکاحو مخنیوی کړی دی.
طالبان په داسې حال کې د جبري نکاح کولو د مخنیوي هڅه کوي، چې د دغې ډلې غړي له یوه څخه په ډېرو ودونو کولو، اجباري نکاح او د کم عمره هلکانو د ساتلو په تور تورن دي.
څه موده وړاندې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره له ډېرو ودونو کولو څخه طالبان منع کړي هم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د تلې په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) هم په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د دې لامل شوی، چې نجونې په کم عمر کې ودونو ته غاړه کېږدي.
اخوا د بشري حقونو یو شمېر فعالین بیا د جبري نکاح د مخنیوي په برخه کې د طالبانو راپورونه ردوي او وایي، چې د دغې ډلې له واکمنېدو سره جبري نکاحوې زیاتې شوي او د دې ترڅنګ د ښځو په لسګونو لومړنیو حقونو هم دغې ډلې بندیزونه لګولي دي، چې دا د بشري حقونو ښکاره نقض بلل کېږي.