په بغلان کې د طالبانو پولیسو ګرځنده موټرسایکل ګزمه پیل کړه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په بغلان ولایت کې د دې ډلې د پولیسو قوماندانۍ د ګرځنده ګزمو لپاره موټرسایکل قطعه جوړه کړې ده. دغه وزارت وايي، د موټرسایکل ګزمې قطعې په یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د تامین په موخه عملیات پیل کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن د یکشنبې په ورځ «د لړم۲۰مه» وویل، چې د بغلان امنیه قوماندانۍ د موټرسایکل ګزمې پولیس هم جوړ کړي دي.
طالبانو له دې وړاندې د بدخشان په ګډون د یو شمېر شمالي ولایتونو د پولیسو په قوماندانیو کې ګرځنده موټرسایکل ګزمې تنظیم کړې وې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د موټرسایکل پولیسو ګرځنده ګزمه به ډېر ژر نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
که څه هم وسله وال طالبان وايي چې دغه موټرسایکل قطعه د ښاریانو د امنیت د تامین په موخه د امنیه قوماندانۍ په جوړښت کې رامنځته شوې، خو ویل کیږي چې په یو شمېر ولایتونو کې د مخالفو وسله والو ډلو له خوا د بریدونو له زیاتوالي وروسته طالبانو د مخنیوي تدابیر نیولي دي.
داسې رپوټونه هم دي، چې طالبانو د پخوانیو افغان پولیسو د موټرو د تېلو د ډېر لګښت له امله موټرسایکل قطعه د بدیل په توګه رامنځته کړې.