د امریکا د مرستو ۸۲٪ کمېدل؛ سیګار په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) له کانګرس څخه وغوښتل، څو افغانستان ته د متحده ایالاتو د مرستو د کمېدو له امله راتلونکی کال د دغې ادارې ماموریت پای ته ورسوي.

سیګار ادارې راپور ورکړ، چې د امریکا دولت د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د خپلو مرستو کچه ۸۲ سلنه کمه کړې ده.
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو افغانستان ته د دې هېواد د مرستو په اړه خپل راپور کانګرس ته وړاندې کړ.
په راپور کې راغلي، چې متحده ایالاتو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د مرستو د کمولو ترڅنګ د سیاسي مشارکت کچه هم کمه کړې ده.
سیگار په خپل تازه راپور کې د متحده ایالاتو کانګرس ته وړاندیز کړی چې د دې ادارې فعالیت دې د ۲۰۲۵ کال په پای کې پای ته بند او د ۲۰۲۶ مالي کال څخه وروسته دې د امریکا نړۍواله پرمختیايي اداره د دې هېواد له خوا افغانستان ته د مرستو څارنه په غاړه واخلي.
په راپور کې همداراز راغلي، افغانستان ته د امریکا مرستې چې د ۲۰۲۱ کال د جون تر ۳۰مې ۶،۶۸ میلیارد ډالره وې، د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې ۱،۲۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
سیګار د امریکا لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي ټام وېسټ د ماموریت پای ته رسېدو ته په اشارې سره ویلي، چې واشنګټن د هغه ځایناستی نه دی ټاکلی او متحده ایالات په افغانستان کې د خپل رول کمولو ته دوام ورکوي.
ټام وېسټ د اکټوبر په میاشت کې له خپلې دندې استعفا ورکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي دنده په دوحه کې مېشتې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې ته وسپارله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د ټام وېسټ استعفا په افغانستان کې د امریکا د ونډې کمولو په معنا نه ده.
متحده ایالاتو خپل سفارت په کابل کې تړلی دی، خو امریکایي ډیپلوماتان بیا په دوحه کې له طالب چارواکو سره لیدته کاته او خبرې اترې کوي.
د یادولو وړ ده، چې ټام وېسټ، رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي و.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره خپل ماموریت له دوحې څخه مخکې وړي.
که څه هم امریکا په افغانستان کې خپلې مرستې ۸۲ سلنه کمې کړي دي، خو جان ساپکو وایي، چې دغه هېواد بیا هم له افغانستان سره له لویو مرسته کوونکو څخه بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د څه باندې درې میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.
سیګار په روان میلادي کال کې له افغانستان سره د امریکا مرستې کابو ۸۸۵ میلیون ډالره اعلان کړي دي.
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره (سیګار) په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړ شو.
د یادې ادارې ماموریت په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د پروژو د مالي برخو ارزونه ده.