یونېسف په غزني ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره یو مرکز جوړ کړ
په غزني ولایت کې د طالبانو د روغتیا ریاست وایي، چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په مقر ولسوالۍ کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د درملنې مرکز پرانیست.
د یونېسف د مالوماتو له مخې، دغه مرکز د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د مالوماتو پر بنسټ، په دغه مرکز کې به د مقر ولسوالۍ ترڅنګ په شاوخوا نورو ولسوالیو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه هم کېږي.
د یونېسف د وروستي راپور له مخې، روان کال ۳۴۳ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان د افغانستان په روغتونونو کې بستر شوي دي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان هم ویلي و، چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب په یو ناورین بدل شوی او همدا اوس هم ۲.۹ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.