د تهران والي: په تېرو نهو میاشتو کې مو شاوخوا زر تنه کډوال ماشومان له کاره ګوښه کړي دي

د تهران د کډوالو د ادارې مشر وایي، له هغه مهاله چې د کارګرو کډوالو ماشومانو د ګوښه کولو تګلاره پیل شوې ده، تر اوسه یې ۹۳۰ ماشومان د ۶۵۰ کورنیو سره له تهرانه اېستي دي.

احسان حیدري په تهران کې د کارګرو ماشوکانو د ټولولو او شړلو د نوي مرکز په اړه هم یادونه وکړه.
د تهران ښار د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر احسان حیدري د شنبې په ورځ د لړم په نوولسمه وویل:« د ټولنیزو ستونزو د لرې کولو لپاره (په ښار او واټونو کې د کارګرو ماشومانو) د ټولولو چارې له نهو میاشتو راهیسې پیل شوې دي.»
نوموړي ویلي، چې د دغې تګلارې له مخې به ټول کارګر ماشومان په نښه کېږي او وروسته به د خپلو کورنیو سره یو ځای له ایرانه اېستل کېږي.
د تهران د کډوالو چارو مشر زیاته کړه، چې دغه تګلاره به د ټولو کارګرو کډوالو ماشومانو تر ټولولو په «جدي توګه» پلې کېږي. هغه دا رنګه د ټولو هغو کډوالو پر اېستلو هم ټینګار وکړ، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
ایراني چارواکي وایي، چې د روان کال تر پایه به لږ تر لږه دوه مېلیونه هغه کډوال له دغه هېواده باسي چې اسناد نه لري.
دا مهال د ایران په ډېرو ښارونو کې هغو افغانانو ته کار نه ورکول کېږي چې اسناد نه لري او دا رنګه که دغو کډوالو ته چا کور په کرایه ورکړ هغه ته هم سزا ورکول کېږي.