طالبان د ټرمپ له «نامنظمو» سیاستونو په اندېښنه کې دي
تمه نه کیږي چې ټرمپ به افغانستان او بګرام ته زر پام واړوي، خو د نوموړې ولسمشري به د طالبانو د سیاسي او ډیپلوماټیکې هوښیارۍ یوه ازموینه وي.
د هند اېن ډي تلویزیون په یوه شننه کې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له ستنېدو وروسته د واشنګټن او طالبانو ترمنځ اړیکو ته کتنه کړې او وايي، ټرمپ ته به بیا افغانستان ته را ګرځېدل ستونزمن وي، خو وبه لیدل شي چې د ټرمپ تر مشرۍ لاندې جمهوري غوښتونکي د طالبانو له مخالفو ډلو سره څه ډول چلند کوي.
د رسنۍ په باور، د طالبانو لپاره د هغوی سیاسي پایښت اوس ډېر مهم دی او د یوه سیاسي نظام په توګه یې وجود له ماتې سره مخامخ دی.
د این ډي شنونکی وايي، طالبانو له عربو هېوادونو سره خپلې اړیکې جوړې کړې او په قطر کې یې خپل سیاسي دفتر ژوندی ساتلی، خو دغه ډله د ټرمپ له نامنظمو سیاستونو په اندېښنه کې ده، په ځانګړې توګه چې طالبانو په تېر کې له القاعدې او نورو جنګیالیو ډلو سره په جګړه کې برخه اخستې ده.
یاده رسني وايي، د طالبانو تر ټولو ستر هدف نړیوال مشروعیت ترلاسه کول دي او په دې برخه کې تر یوه بریده بریالي شوي.
طالبانو د متحده ایالتونو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بري وروسته په یوه اعلامیه کې هیله وښوده چې نوموړی د افغانستان په اړه یوه عملي تګلاره خپله کړي.
اټکل کیږي چې ټرمپ به په راتلونکو کلونو کې د ایران پر وړاندې سخت دریځ ونیسي.
د این ډي په باور، د ایران یوه ستره لاسته راوړنه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل و، خو سره له دې چې له طالبانو سره له اړیکو خوند نه اخلي، د امریکا تر حضور له هغوی سره اړیکې غوره ګڼي. سرچینه زیاتوي، « د طالبانو انتخابونه محدود دي او که د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه ونښلي، دې ډلې ته به د خپل ایډیالوژیک رنګ له مخې سخته وي چې سیاسي او ملي دریځ ونیسي».
د این ډي شنونکی وايي، جنګیالۍ ډلې به خپله بسیج شي او یا به د طالبانو حکومت په یوه صحنه بدل کړي، لکه مخکې چې دغسې پېښ شوي او دا به د طالبانو د بې پریتوب سیاست لپاره یوه ننګونه وي.
د یادې رسنۍ په باور، سره له دې چې تمه نه کیږي ټرمپ به افغانستان او بګرام ته بېرته زر پام واړوي، خو د نوموړې ولسمشري به د طالبانو د سیاسي او ډیپلوماتیکې هوښیارۍ یوه ازموینه وي.