د بریتانوي ځواکونو سره سلګونه افغان همکاران به ډېر ژر هغه هېواد ته ولېږدول شي
د بریتانیا د دفاع وزارت وایي، چې هغه ۲۰۰ افغانان د خپلو کورنیو سره به په راتلونکو اونیو کې د لینکن شایر ښار بکینګهام پنډغالي ته ولېږدول شي، چې د دوی له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی.
دغه وزارت ویلي، چې د دغو افغانانو لومړۍ ډله به د نومبر میاشتې په نیمایي کې بریتانیا ته ولاړه شي.
بيبيسي نیوز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په شپږمه نېټه د بکینګهام په سیمه کې په دې تړاو غونډه شوې او د بکینګهام کلي اوسېدونکو ته یې د هغو افغانانو په اړه مالومات ورکړي چې په نږدې راتلونکي کې به هغوی هلته لېږدول کېږي.
د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې ۲۰۰ تنه افغانان به لېږدول کېږي او د بکینګهام پنډغالی به د هغوی کوربهتوب په غاړه اخلي.
دغه وزارت دا رنګه ویلي، چې دغه پنډغالی به په لنډمهاله توګه د ورستنول شویو کډوالو لپاره کارول کېږي او له هغې وروسته به دغه خلک نورو سیمو ته ولېږدول شي.
مارک اېلز چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، وویل دغې غونډه کې یې د دې لپاره برخه لرله، چې د افغان ژباړنو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
هغه وویل: «زه احساس کوم، چې موږ د هغوی پوروړي یو. ما د ژباړونکو له مرستې پرته نه شو کولای، چې خپله دنده تر سره کړم او زه فکر کوم ډېر سرتېري چې هلته یې دنده ترسره کړې په همدې نظر دي.»
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له هغې وروسته چې په دوحه کې یې له امریکا سره تر خبرو اترو وروسته د افغانستان واک تر لاسه کړ، بریتانیا شاوخوا ۲۹ زره افغان ژباړونکي او د دوی د پوځیانو همکاران بریتانیا ته ولېږدول.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپو ورځو کې یو شمېر هغه افغانان چې له بریتانیایي ځواکونو سره یې دندې لرلې، د طالبانو له وېرې پاکستان ته کډه شول.