له خبریالانو د ملاتړ سازمان: د روانو محدودیتونو د سملاسي پای ته رسېدو غوښتنه کوو

‏ د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر غړو له‌خوا د «ژمن او لونګ» په نوم دوه سیمه‌ییزې راډیوګانې په خپرونو کې د موسیقۍ غږولو له کبله تړل شوې دي.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د بیان ازادۍ او مطبوعاتي فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو یوه بله څرګنده بېلګه ده چې د واکمنې ډلې له‌خوا د رسنیو د فعالیتونو د ځپلو په موخه ترسره شوې ده.
دغه سازمات د طالبانو پر دغې کړنې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د روانو محدودیتونو د سملاسي پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي: «سازمان پر دې باور لري، چې د ازادو رسنیو حضور د یو روڼ، باخبره او سوکاله ټولنې بنسټیز رکن دی او پر رسنیو هر ډول فشار او سانسور د خلکو له حقونو څخه د سرغړونې په مانا ده.»
دغه سازمان پر نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو پر مدافعانو او د بیان ازادۍ پر ملاتړو غږ کړی، چې د افغانستان په دې کړکېچن وضعیت کې د افغان خبریالانو او رسنیو سره خپل ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي او د بیان ازادۍ د خوندیتوب لپاره هلې ځلې وکړي.