هند: ډېر ژر به د چابهار بندر په اړه د سیمې هېوادونو، افغانستان او هند تر منځ خبرې اترې وشي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند ځانګړي استازي جي پي سېنګ د امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند تر منځ خبرې اترې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۷مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د ځانکړي استازي جي پي سینګ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ په اړه خبرې کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې به پرمختګ راشي.
حافظ ضیا احمد لیکلي، چې متقي د هند له ځانګړي استازي څخه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره افغان وګړو او په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند د ویزو د ورکولو په برخه کې د اسانتیا غوښتنه کړې.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشتې د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته هند په افغانستان کې خپل سفارت وتاړه او خپل ټول ډيپلوماټان یې له افغانستانه واېستل.
خو یو کال وروسته یې بېرته په کابل کې خپل سفارت پرانیست.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د هند د ځانګړي استازي له قوله لیکلي، چې جي پي سېنګ د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند تخنیکي پلاوو تر منځ خبرې اترې وشي.
ښاغلي جي پي سېنګ ژمنه کړې، چې افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې ‍به اسانتیاوي لا زیاتې شي.
د افغانستان، ایران او پاکستان لپاره د هند ځانکړي استازي جي پی سېنګ تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب سره هم په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې.