د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، د پنځه زره جبري نکاحو مخنیوی یې کړی
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند په یوه خپاره شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې خلکو ته یې د «حقوق الله او حقوق العباد» په اړه عامه پوهاوی ورکړی او د پنځه زره جبري نکاحو مخنیوی یې کړی دی.
د طالبانو تر ټولو جنجالي او حساسیت پاروونکي وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۷مه) په یوه خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي، چې دوی له «غفلت» څخه د خلکو د راېستلو مسوولیت لري او ښارونو کې د ظلم، فساد او شریعت خلاف کړنو مخنیوي په اړه هغوی ته لارښوونې کوي.
نوموړی وايي، په ټولنه کې یې د هغو کړنو مخنیوی کړی چې مساوات تر پښو لاندې کوي.
نوموړی وايي، په تېرو درېیو کالو کې یې په هېواد کې د پنځه زره ښځو د اجباري نکاحو مخنیوی کړی.
خو په همدغې موده کې خپله د دغې ډلې غړي له یوه څخه په ډېرو ودونو کولو، اجباري نکاح او کم عمره هلکانو د ساتلو په تور تورن دي او په دې اړه په رسنیو کې نیږدې هره اونۍ راپورونه خپرېږي.
څه موده وړاندې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله د یوه فرمان په صادرولو سره له ډېرو ودونو کولو څخه طالبان منعه کړي وو.
د دغه وزارت ویاند سیف الرحمن خیبر وايي، له کلنو، کلنو راهیسې په ټولنه کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي؛ خو د دغه وزارت په هڅو یې په تېرو درېیو کالو کې ۲۰ زره ښځې د میراث له حقه برخمنې کړې دي.
نوموړی ادعا کوي، چې په ټولنه کې د ځینو کلتورونو او پلمو له امله ښځې د میراث له حقه محرومې شوې وې او د میراث حق نه ورکول کېده.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم دغې ډلې په مېلینونو ښځې او نجونې له زدهکړو، ټولنیزو حقونو او له کور څخه د باندې له کار کولو منعه کړې دي.
په ورته وخت کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت نوی قانون په نړۍواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی؛ خو دغې ډلې تر اوسه د ښځو په وړاندې په خپل سخت دریځ کې هیڅ ډول نرمښت نه دی راوستی.