طالبان د جوګي او جټانو قومونو لپاره د ثبت او راجستر بهیر پیلوي
د طالبانو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمان له مخې، به په ټول هېواد کې د اوسیدونکو جوګیانو او جټانو د ثبت او راجستر پروسه پیلووي.
دغه خبرپاڼه چې د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۷مه) خپره شوې په کې راغلي، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د ځانګړي فرمان له مخې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې په هېواد کې د مېشت جوګیان او جټان ثبت او راجستر کړي.
په اعلامیه کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنې معین ته سپارښتنه شوې، چې په ټولو ولایتونو کې دې د جوګیانو او جټانو ځای ځایګی مالوم او د هغوی د بشپړې پېژنګلوۍ لپاره پلټنې وشي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو، د کرنې او اوبو لګولو، د عدليې وزارتونو او د ملي احصايي د ادارې له استازو څخه دې ګډه کمېټه جوړه شي او د دغو دواړو قومونو د هویت مالومولو او د هغوی د ثبتولو بهیر دې پیل کړي.
خو د طالبانو لهخوا په دغې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې ایا جوګیانو او جټانو ته به پېژندپاڼې او پاسپورټونه هم ورکول کېږي، که څنګه؟ ځکه د دغو قومونو خلک لا تر اوسه پېژندپاڼې نه لري.
خو دومره یې ویلي، چې د جوګیانو او جټانو د ثبت او راجستر پروسه به د هغوی بنسټیز حقونو خوندي او تامین کړي.
خو په افغانستان کې مېشت جوګیان او جټان وایي، چې دوی د تېرو حکومتونو له پامه غورځېدلي، له هغوی سره تل د مور میرې سلوک شوی او څوک یې د دغه هېواد د اصلي استوګنو په نامه هم نه مني.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په اساسي قانون کې دغو دوو لږکیو ته پاملرنه نه ده شوې او له همدې امله دغه خلک د تابیعت د تذکرې د نشتوالي له امله، د ځمکې د پېر او پلور او نورو امتیازونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
که څه هم طالبانو په هېواد کې د جوګیانو او جټانو د شمېر په اړه څه نه دې ویلي؛ خو د معلوماتو پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دمګړۍ له ۲۰ـ ۳۰ زره جوګیان دغلته مېشت دي، چې د ژوند تېرولو لپاره لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لري.