د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت یو پلاوی ازبکستان ته لاړ
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت یو پلاوی د هوا پېژندنې په ناسته کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ. طالبان وايي، چې په دې ناسته کې به له ګدونوالو سره د هواپيژندنې د موډلونو، وسایلو او له طبيعي پېښو د رامنځ ته کېدونکو ګواښونو د کمولو په تړاو خبرې وکړي.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د یکشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغه پلاوي کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، بهرنيو چارو او له طبيعي پېښو سرهمبارزې په برخه کې د دولت وزارتونو استازي تللي دي.
د خبرپاڼې له مخې، طالب پلاوی به په دې ناسته کې له «هوا پېژندنې د وسایلو، موډلونو، د هوا پوهنې سټلايټ ته د لاسرسي، د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او نورو مهمو مسایلو په اړه» له ګډونوالو سره خبرې وکړي.
وروستيو سېلابونو، بارانونو او طبعي پيښو افغانستان سخت ځپلی او ډېرو خلکو ته يې د سر او مال زيان اړولی.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د برخې کارپوهان پر طالبانو نيوکه کوي، چې د پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلي او له طبیعي پيښو سره د مبارزې لپاره یې کارپوهې بشري سرچینې، د خوندیتوب تدابیر او د وړاندوینې امکانات او چمتووالی نه درلودل.
که څه هم ازبکستان د ګڼو نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې ساتي.
د طالبانو او ازبکستان چارواکو د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې څو ځله د یو بل د استازو او پلاویو کوربه توب کړی دی.