ایرانی ډېپلومات: د استانبول غونډه غواړي د دوحې ناستې د فکرخونې په توګه عمل وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا پخوانی مسوول رسول موسوي وايي، د استانبول غونډه د دوحې ناستې د نظرونو ترلاسه کولو په لټه کې ده او هڅه کوي د فکرخونې په توګه عمل وکړي. موسوي زیاته کړه، چې د استانبول غونډه د دوحې ناستې لپاره فکري او نظري ملاتړی رول لوبوي.

موسوي په یوه یادښت کې چې د یکشنبې پر ورځ (د لړم ۱۳ مه) د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا پر ویب پاڼه خپور شوی، لیکلي چې که د استانبول غونډه د لنډمهالي پرځای اوږدمهالی پلان ولري دا د «بین الافغاني» بهیر یوه برخه ګڼل کیدای شي.
دغه پخواني ایراني ډپلومات په خپل یادښت کې «د افغانستان په پرمختګونو کې اغیزناکې پروسې» په دوو کټګوریو «بین الافغاني او بهر افغاني» وېشلې دي.
موسوي وايي، د ملي مقاومت جبهه، د افغانستان د ازادۍ جبهه، د افغانستان متحده جبهه، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا، د افغانستان د ازادۍ غورځنګ او د ویانا د غونډو بهیر د «بین الافغاني» مذاکراتو له ډلې دي.
دغه ایرانی دیپلومات وايي، که د استانبول غونډه د یو ځل لپاره نه وي او دوام وکړي، دا به د افغانستان د ملي مقاومت جبهې، د ازادۍ جبهې، د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت عالي شورا ډلې او نورو «بین الافغاني» بنسټونو په څېر شي.
د نوموړي په باور، په نړيواله کچه د دوحې په څېر بهیرونه، د مسکو فرمټ ناستې او په سيمه ييزه کچه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناستېپه «بهر افغاني» بهیرونو کې شمېرل کیږي.
موسوي وايي، داسې ښکاري، چې د استانبول غونډه د دوحې ناستې په اړه د نظرونو د جلبولو په لټه کې ده او هڅه کوي دې ناستې ته خپل نظر وړاندې کړي.

په استانبول کې د افغان سیاسي فعالانو غونډه
د «ملي بحث فورم» غونډه د پنجشنبې او جمعې پر ورځو د لړم پر ۱۰مه او ۱۱مه په استانبول کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه.
سرچينې وايي، د دې غونډې کوربه د پخواني حکومت چارواکي حکمت خليل کرزی، مصطفى مستور او ادريس زمان دي.
دې غونډې د شنبې په ورځ په خپله لومړنۍ اعلامیه کې لیکلي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې دوه ورځنۍ غونډه د سیاسي ډلو، قومونو او بیلابیلو ډلو د ۷۰ استازو په حضور کې جوړه شوه. یادفورم وايي، «هڅه کوي د افغانستان په مسايلو کې ټولې ښکېلې خواوې سره راټولې کړي او د ملي خبرو اترو له لارې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره اغېزناک او دوامداره حل لارې وړاندې کړي».
ځینو سرچینو ویلي، چې د دې غونډې تنظیموونکو د طالبانو په ګډون بېلابېل جریانونه او ډلې رابللي وو، خو طالبانو او یو شمېر اوسنیو او پخوانیو سیاسي مشرانو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
د دې غونډې یوه تنظیموونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جرګې دوه استازي کابل ته تللي او له طالبانو یې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د سرچينې په وينا، له يادو طرفونو څخه هېڅ يوه هم د همکارۍ اعلان نه دى کړى او دې غونډې ته يې استازي نه دي لېږلي.
د دې غونډې په تر سره کولو کې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله د رول په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته حامد کرزي ته نږدې کسانو کريم خرم او عبدالعلي محمدي وويل، چېکرزی د افغانانو ترمنځ د ډيالوګ او سياسي تعامل غوښتونکی دی، خو د غونډې په جوړېدو کې یې هېڅ رول نه درلود او نه یې هم په غونډه کې کوم استازي ګډون کړی.
یوې سرچینې ویلي، چې دې غونډې ته د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د نجات ملي شورا استازي هم بلل شوي وو، خو هغوی هم په دې غونډه کې له ګډون ډډه وکړه.