د مقاومت جبهې په بغلان ولایت کې د طالبانو پر یو استخباراتي مرکز د راکټي برید خبر ورکړ

د مقاومت جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پچې د طالبانو د استخباراتو په یو مرکز برید کې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه تېره شپه ناوخته شوې او په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی هم شامل دی.
د مقاومت جبهې زیاته کړې ده، چې په دې عملیاتو کې د یادې جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې درې ورځې وړاندې هم د طالبانو پر یوه مرکز برید کې دوه طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
یادې جبهې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې تر هغه وخته به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، چې افغانستان یې د طالبانو له منګولو نه وي ژغورلی.
د مقاومت او ازادۍ جبهو په دې وروستیو کې پر طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي او د دې بریدونو په زیاتېدو سره طالبانو هم د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې یو ځل بیا د کور په کور تالاشۍ پیل کړي دي.
د طالبانو له خوا د کور په کور د تالاشۍ پر سر بیا تېره ورځ د غور د خلکو او یادې ډلې ترمنځ وسله واله نښته هم وشوه.
د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې تر هغه وروسته د سیمې د خلکو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته وشوه، چې خلکو د طالبانو له خوا د کور په کور تالاشۍ پروړاندې اعتراض وکړ.