په بدخشان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسه مړه او ۵ تنه نور تري تم دي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې په یوې ټرافیکي پېښه کې دوه کسه مړه او څلور نور ټپیان دي.

د دغه اژانس د راپور له مخې، په دغې پېښه کې ۵ کسان تر دې دمه تر تم دي.
دغه پېښه تېره ورځ د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ په کلکک درې کې شوې ده.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ويلي، چې په دې پېښه کې ٢ تنه مړه، ٤ ټپیان او ٥ نور د امو په سیند کې لادرکه شوي دي.
نوموړي ويلي، چې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د دغې ډلې امنیتي د ځواکونو او ځایي خلکو هڅې روانې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ټرافیکي پېښې ورځ تر بلې د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیاتې شوې او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، چې طالبان یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي.
له بل پلوه د طالبانو د ټرافیکو ریاست په کابل کې سیمه‌ییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.