په غزه او لبنان کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې ۱۴۰ کسان وژل شوي دي

یوازې د غزې په شمال کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

له بل پلوه د لبنان په پلازمینه بیروت کې هم خلکو ته په سملاسي توګه د دوو سیمو څخه د وتلو امر شوی او د بریدونو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

په بېروت کې بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶ روغتیايي کارکوونکو په ګډون ۴۵ تنه لبنانیان وژل شوي دي.
د دې تر څنګ اسرایيل د لبنان پولې ته څېرمه په سوريه کې هم بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د رانګه د پنجشنبې په ورځ د اسراییل پر شمالي سیمو د حزب الله د توغندیزو بریدونو په پایله کې د ۴ تنو بهرنیانو په ګډون ۷ تنه ووژل شول.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، چې د اسراییل او حزب الله د اوربند په هڅو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.