د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د جرمني سفیر احضار کړ
ایرانۍ رسنۍ اېرنا خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د جرمني سفیر احضار کړی دی.
دغې رسنۍ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د جرمني سفیر یې په هغه هېواد کې د ایران د درېیو کنسولګریو د تړلو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې احضار کړی دی.
په راپور کې ویل شوي:« په تهران کې د جرمني سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر لهخوا په جرمني کې له کنسولي خدمتونو د ایراني وګړو د محرومېدو د [ناعادلانه] پرېکړې په اعتراض کې د ایران بهرنیو چارو وزارت احضار کړی دی.»
تر دې وړاندې د جرمني رسنیو خبر ورکړی و، چې برلین د ایراني توکمه جرمن وګړي جمشېد شارمهد د اعدام په غبرګون کې په دغه هېواد کې د ایران درې واړه کونسلګرۍ تړلې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د کونسلګریو د بندولو پرېکړې ته په اشارې سره ویلي، په ځلونو یې ایران ته په ډاګه کړې چې د یوه جرمن وګړي اعدامول به درنه بیه ولري:«ځکه مو پرېکړه وکړه، چې په فرانکفورت، مونشن او هامبورګ کې د ایران درې واړه کونسلګرۍ وتړو.»