یونېسف: په افغانستان کې مو له شپږ مېلیونه زیاتو خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړې دي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونېسف)وايي، چې د روان کال په ترڅ کې یې په افغانستان کې له شپږ مېلیونو زیاتو خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړې دي.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ د (لړم په ۱۰مه) په خپور شوي راپور کې ویلي، چې د دغو خلکو له ډلې تر نیمايي زیات یې هغه ماشومان دي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وو.
د دغه راپور له مخې، یونېسف توانېدلی چې په لسو ولسوالیو کې د ۵۰ ښوونځیو لپاره د څښاک اوبه برابرې کړي.
په راپور کې دا رنګه ویل شوي، سره له دې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګول شوی؛ خو یونېسف لا هم د هغو ښځینه ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکوي، چې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې یې دندې لرلې.
د یونېسف تر څنګ ګنو نورو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د خلکو په روغتیايي وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې د خوړو د کمښت تر څنګ خلک له روغتیايي خدمتونو هم بې برخې شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په دغه هېواد کې د مېندواره مېندو او ماشومانو خوارځواکي هغه ستره روغتیايي ستونزه ده، چې نړۍوال بنسټونه یې اندېښمن کړي دي.